د ولسونو تهدید، تحقیر او په خپل کور کې د پردیتوب احساس ورکول د حاکم رژیم د نظریې برخه ده


لکه څرنګه چې ستونزه هغه اساسي حالت دی، چې د نه غوښتونکي پایلو ورکولو سبب ګرځي خو له بله پلوه فرصت هغه اساسي حالت دی، چې د ټاکل شویو پایلو د لاسته راوړلو لپاره په خپل قوت امکانات ډیروي، ‏که چیرې انسان په ټولنه کې د زغم پياوړی کلتور خپل کړي، کولای شي چې د هرې لویې او کوچنۍ ستونزې د حل لپاره غوره فرصتونه په اسانۍ سره تشخیص او وټاکي.

حاکم رژیم چې د زور له لارې ادارې قبضه کړې او یو بشپړ نظام یې له منځه وړی اوس په دې هڅه کې دی چې د زور لارې په خلکو واک وچلوي او ولس د خپلې ذهنې شکنجې برخه وګرځوي، ‏دا سمه ده چې موږ افغانان سولې ته تږي وو او تر بل هرڅه وړاندې مو په هیواد کې آمن ته لومړیتوب ورکاوه، خو موږ دداسې یوې باعزته سولې غوښتونکي وو چې د خلکو اقتصادي حالت ښه کړي او د هېواد سوکالي او پراختیا ته توجه یې اساسي موخه وي، نه دا چې واک د ټوپک یا دسیسې له لارې رامنځ ته شي.

‏د هیواد چارې په لاس کې اخیستل بریا نشي بلل کېدای بلکې لویه بریا داده چې په سمه توګه اداره کړل شي او له سیاسي او اقتصادي استعمار څخه وژغورل شي، په هیواد کې د اخلاقي او ټولنیزو ارزښتونو زوال، فساد او په ټولنه کې د تشدد او تروریزم مخنیوی هغه څه دي چې د هیواد بشپړه خپلواکي بلل شي.

د حاکم رژیم یوه ترخه تجربه د تاریخ په پاڼو کې خوندي ده؛ مګر موږ ته وویل شول چې اوس هغسې نه ده او یو سل اتیا درجې بدلون یې کړی دی؛ چې دا ډېرو خلکو ومنله ان تردې چې نظریاتي اشخاص بې طرفه پاتې شول او دوی یې خپلې مخې ته پرېښودل.

په ټوله کې شپاږ میاشتې سرپرست استبداد ددې لپاره و چې ادارې کنترول او د حکومتولۍ یوه جامع طرحه چې په هغه کې د ټولو افغانانو حقوق او برابري خوندي وي جوړه او پر مټ یې یو ټولګډونه حکومت رامنځ ته شي. اوس چې تر اته میاشتې زیات وخت تېر شوی، لا هم د حکومتولۍ څرک وجود نلري، افغانان له خپل هویت څخه بې برخې شوي او له خپل ځانه د پردیتوب احساس کوي.

څرګنده ده چې دوی خپل تېر پینځ کلن دور تکراروي او یواځي هغه څه ترسره کول غواړي چې د ولس په هیلو او د هیواد د آبادۍ او پرمختګ په خوبونو خاورې اړوي.

د ولسونو تهدید، تحقیر او په خپل کور کې د پردیتوب احساس ورکول د حاکم رژیم د نظریې برخه ده، بې سوادي یې په مغزو سپره ده او د علم او پوهې پر ضد ټولې هغه لارې یې لا له وړاندې سنجول دي چې په مرسته یې دا ډیوې او مشالونه وژل کېدلای شي.

موږ ولیدل چې په تېرو څو میاشتو کې په ادارو بې سواده قبضه مافیا حاکمه؛ پوه او مسلکي کسان له دندو وشړل شول، بشري حقونه نقض او په ټولو ملي ارزښتونو په ښکاره توګه رشخند ووهل شو؛ چې د هیواد او هیوادوالو موجود حثیت، اقتصاد او شل کلنې لاسته راوړنې یې له خاورو سره خاورې کړې.

ښه به وي ژر تر ژره د نظم او ثبات د تحکیم، د جمهوري نظام د استحکام او د هیواد د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د بیا منظم کېدو په موخه یوه قوي سیاسي اجماع رامنځ ته شي او د ثبات د تحکیم لپاره د لویې جرګې په مرسته د ولسونو له پراخ ملاتړ نه اعظمي ګټه واخیستل شي.

باید ووایم چې اوسنی حاکم رژیم هیڅکله نظام نه و/ نه دی او نه هم د نظام په توګه بلل شي؛ ‏موږ نن ورځ هم د افغانستان لپاره د باثباته، ملي، مترقي او متحد نظام غوښتونکي یوو، د ولسواکي ارزښت موږ ته د فرد نه، بلکې د یو فکر په توګه مطرح دی چې په تېرو دوو لسیزو کې یې د دولت جوړولو لپاره داسې لیدلوری وړاندې کړ، چې لسیزې وروسته هم په افغانستان کې د دولتداري بنسټ دی.

موږ هیله لرو چې ډېر ژر به دولتي ادارې د حاکمې بې سواده او زورواکې ډلې له ولکې خلاصې او زموږ ګران وطن افغانستان به د تل او تل لپاره د یو قوي او مستحکم نظام څخه برخمن شي.


لیکنه: مقتصد

  • 26 وری 1401